یوه امریکايي تحقیقاتي مرکز په افغانستان کې اوسني وضعیت او د امریکا ماموریت ته په کتو یوه څېړنیزه مقاله خپره کړې ده. په دغه مقاله کې راځي امریکا ته په کار دي چې له افغانستان سره خپلې اتلس کلنې اړیکې له سره تعریف کړي او په دوه اړخیزو اړیکو کې نوی باب پرانیزي. سرچینه کاږي د امریکا ماموریت نور په افغانستان کې ختم شوی دی او دوی چې د کومې موخې لپاره تللي وو هغه د القاعده ختمول و، چې اوس یې جرړې ایستل شوې دي. په دغه مقاله کې راځي امریکا باید د تل لپاره په افغانستان کې نه وي، بلکې په دغه هېواد کې دې خپل نظامي حضور پای ته ورسوي. سرچینه کاږي امریکا هر کال په افغانستان کې د خپل نظامي حضور له امله میلیاردونه ډالر لګوي، نو ښه به وي چې پر ځای یې د افغان پوځ او افغان حکومت ملاتړ وکړي. په مطلب کې دا هم راغلي چې امریکا په افغانستان کې د حکومتونو د جوړولو او ولسواکۍ د عملي کولو مسووله نه ده او ښه به وي چې دا دنده افغانانو ته پرېږدي.



































