باوري سرچینې وايي چې د حنیف اتمر د سولې او اعتدال په انتخاباتي ټیم کې د یو لړ مسایلو پر سر ستونزې رامنځته شوې چې که حل نه شي د دې امکان دی چې قانوني او عطامحمدنور له دې ټیم نه خپله لاره بېله کړي.
سرچینه وايي چې اصلي ستونزه عطامحمدنور راپورته کړې چې له اتمر څخه یې غوښتنه کړې چې د کمپاین له پیل سره دی باید د راتلونکي صدراعظم په توګه اعلان کړي، خو د نوموړي د دې غوښتنې سره د دې ټیم نورو غړیو مخالفت کړی دی.
سرچینه وايي چې محمد یونس قانوني هم ویلي چې که د عطا محمد نور غوښتنه ونه منل شي، دی هم د ښاغلي اتمر مرستیالۍ ته چمتو نه دی. اوس د دې ټیم غړي په مشوره بوخت دي که یې د اجرائیه ریاست او صدراعظمۍ په تړاو ستونزې او اختلافات حل نه شي ښايي د قانوني پر ځای بل څوک انتخاب کړي.
دغه راز ويل کيږي چې تيرو څو ورځو کې د عبدالله عبدالله ، قانوني او عطامحمد نور تر منځ هم د قانوني کور کې څو ځله خپلو منځو کې ناستې او ليده کاته شوي دي.



































