ناټو د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه د یوناما پر وروستي راپور غبرګون ښودلی دی. یوناما پخپل راپور کې ویلي وو، چې د بهرنیو ځواکونو، افغان پوځیانو او طالبانو په بریدونو کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله د نه منلو وړ او حیرانوونکې ده. خو ناټو په دې اړه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دوی د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره له لوړو معیارونو کار اخلي او هڅه کوي په عملیاتو کې یې هېڅ ملکي وګړي ته مرګ ژوبله وا نه وړي. سرچینه کاږي دوی هڅه کوي چې د ملکي وګړو په خوندیتوب کې خپل اقدامات نور هم ډېر کړي. ناټو داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې په دې وروستیو کې د بهرنیو ځواکونو د هوايي بریدونو له امله د ملکي وګړو تلفات ډېر شوي او سخت غبرګونونه یې پارولي دي.



































