د امرالله صالح د یوه ساتونکي خپلوان دده له وژلو ډډه کړې. امرالله صالح له نیویارک ټایمز سره په مرکه کې ویلي، چې دده پر دفتر د برید په سبا روغتون ته تللی و او غوښتل یې د پېښې ټپیان له نږدې وویني. د پېښې په سیمه کې د صالح د یوه وژل شوي ساتونکي خپلوان پر امرالله صالح د څاپېړې وار کوي، خو صالح یې ساتونکو ته په مسئله کې د نه مداخلې امر کوي. یاد کس امرالله صالح دوه څاپېړي وهي او صالح هغه ته وسله په لاس ورکوي چې دی په ګولۍ وولي. صالح وايي (( هغه ته مې وسله ورکړه، چې که دې زما په وژلو زړه یخېږي، پر ما فیر وکړه. ده فیر و نه کړ، زه هغه درک کوم، غوسه و، چې ولې زه ژوندی یم او دده خپلوان وژل شوي دي)). صالح وايي یاد کس دوه څاپېړې وهلی خو دده له وژلو یې ډډه وکړه او وسله یې بېرته ورکړه.



































