د راپورونو له مخې د پروان ولایت د سیاه ګرد ولسوالۍ لسګونه اوسېدونکو لاریون کړی دی او ادعا کوي چې په یوه هوايي برید کې ددوی په سیمه کې پنځه ویشت ملکي وګړي وژل شوي دي. بل پلو د پروان ولایت چارواکي بیا وايي چې په پېښه کې وژل شوي کسان ټول طالبان دي. د پروان د والي ویانده وحیده شهکار وايي، په سیاګرد کې صفر یو قطعې عملیات کړي او ۱۷ وسله وال طالبان یې وژلي دي. د سیاه ګرد ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې وژل شوو کې دوه ماشومان هم شامل دي.



































