وروسته له هغه چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو وویل، ټرمپ ورته له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو امر کړی دی ارګ وایي، پومپیو ډاډ ورکړی چې د امریکا په ستراتیژۍ کې تغیر نه دی راغلی او د سرتېرو کمول به د افغانستان شرایطو ته په کتو تر سره شي. د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي پر خپل ټوېټر لیکلي، پمپیو دغه ډاډ ولسمشر غني ته په وروستيو ټلیفوني خبرو کې ورکړی دی. صدیقي په داسې حال کې دغه څرګندونې کوي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو تېره ورځ ویلي چې ټرمپ غواړي د امریکا د ۲۰۲۰ کال تر ولسمشریزو ټاکنو مخکې له افغانستانه د خپلو سرتېرو د ایستلو لړۍ پیل کړي. د ویلو ده چې ټرمپ غواړي امریکایانو سره کړې وعده پوره کړي او په همدې توګه مخکې له ټاکنو خپل ټول ځواکونه له افغانستانه وباسي.



































