د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي، که چېرې د سولې بهیر کې امریکا وړه تېروتنه وکړي او پام بلې خوا ته واړوي افغانستان به ستر زیان وکړي. نوموړي چې په اسلام اباد کې یې خبریالانو ته خبرې کولې وویل، په تېر کې هم که د عراق جګړه نه وای پېښه شوې افغان جګړې دومره دوام نه کول. هغه دغه راز زیاته کړې، عمران خان له طالب مشرانو سره لیدنې ته لېوالتیا ښودلې ده او د هغه ټوله هڅه به دا وي چې دا ډله له افغان حکومت سره خبرو ته چمتو کړي. قریشي ویلي، ۱۹ کاله کېږي چې افغانستان کې جګړې روانې دي او دې جګړو سیمه په ځانګړې توګه پاکستان او افغانستان ډېر اغېزمن کړي دي چې دا وضعیت دوی ته نور د زغمل وړ نه دی. نوموړي ویلي، اوس یې فکر بدلون موندلی او دې بدلون د امریکا او پاکستان په اړیکو کې یو نوی باب پرانیستی چې له امله یې دوی د افغان جګړې پای ته نږدې شوي دي.



































