د هرات ولایت د کرنې ریاست چارواکي وايي چې سږکال د دغه ولایت د انګورو په حاصلاتو کې د تېر کال په پرتله ۱۵سلنه زیاتوالی راغلی دی.
د هرات د کرنې ریاست مسلکي مرستیال بشیراحمد احمدي ويلي چې سږکال په دغه ولایت کې انګورو نږدې ۱۳۵ زره ټنه حاصلات لرل چې دغه شمېره د تېر کال په پرتله ۱۵ سلنه زیاتوالی ښیي.
هغه ویلي: «سږکال د بڼوالۍ وضعیت ډېر ښه دی. په ټوله کې موږ په څه باندې اته زره هکتاره ځمکه کې د انګورو بڼونه لرو او زموږ د سږکال تولید به کابو ۱۳۵ زره مټریک ټنه وي».
بلخوا د هرات بڼوالان وايي چې اوسمهال په دغه ولایت کې۱۲۰ ډوله انګور تولیدېږي چې ډېری ډولونه یې له هېواده بهر ته صادرېږي.
د دغو بڼوالانو په وینا، د هرات د انګورو ډېری تاکونه د دغه ولایت په انجیل، ګذره، پښتون زرغون او اوبه ولسوالیو کې دي.