د امریکا ددفاع وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ۲۴ کلن مایکل نانس او ۲۰ کلن برنډون کیسچر په کندهار کې په یوه داخلي برید کې وژل شوي دي. پنټاګون یاد کسان پیاوړي نظامیان بللي او ددوی له کورنیو سره یې خپله همدردي شریکه کړې ده. د امریکا ددفاع وزارت دغه راز ویلي، چې دوی پر پېښه خواشیني دي خو دغه ډول پېښې په افغانستان کې له ترهګرۍ سره ددوی روانه مبارزه نه شي زیانمنولی. امریکايي ځواکونو د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې د افغان ځواکونو روزنه او ملاتړ پر غاړه لري. دوی په ډېری عملیاتو کې هم برخه اخلي او په هوایي برخه کې د افغان پوځ ملاتړي دي. روان کال تر دې دمه ۱۴ امریکایي سرتېري په افغانستان کې وژل شوي دي.



































