روانه جګړه یوازې افغان وژنه ده او د افغانانو دښمنان به د سولې پر ځای جګړې ته ادامه ورکوي. پخواني ولسمشر حامد کرزي له ملي راډيو تلویزیزون سره په تازه مرکه کې ویلي چې روانه جګړه پردۍ ده او افغانان د پردۍ جګړې لپاره قرباني کېږي. نوموړي په خپلو خبرو کې ویلي، د افغانانو ترمنځ د پردیو دسیسې روانې دي او ښکېلو لورو ته په کار ده، چې د پردیو دغه دسیسې شنډې کړي. دده په خبره دا چې په تېرو اتلسو کلونو کې سوله و نه شوه، جګړه ختمه نه شوه، لامل یې بهرنیان دي. ښاغلي کرزي ویلي، چې په افغانستان کې د امریکا او پاکستان خپلې خپلې ګټې دي او هر یو خپلې موخې پالي نو ځکه خو د سولې په لار کې ستر خنډ هم دوی دي. هغه زیاته کړې افغان سیاستوالو ته په کار ده، چې د امریکا او پاکستان پر ګډه لوبه خبر وي او دوی ته دا موقع ور نه کړي چې په افغانستان کې خپلې لوبې مخ ته یوسي. نوموړي یو ځل بیا ټینګار کړی چې امریکا باید خپل ځواکونه له افغانستان وباسي او افغانان دې هم خپلې ستونزې حل او هېواد دې د پردیو له دسیسو خلاص کړي.



































