افغان حکومت د ملکي تلفاتو په اړه د ملګرو ملتونو اندېښنه پر ځای بولي او وایي، د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره به هر اړخیز اقدامات وکړي. ملګرو ملتونو په دې اړه پرون یو راپور خپور کړ چې پکې راغلي و، په تېرو شپږو مياشتو کې ٣٨١٢ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. يوناما ويلي و چې له دې مرګ ژوبلې ٣٨ سلنه یې د وسله وال طالبانو، ١٨ سلنه د دولتي ځواکونو، ١٢ سلنه د نړيوالو ځواکونو او ٦ سلنه د نورو دولت پلوه ځواکونو له خوا اوښتې دي. ملي امنیت نن د یو راپور په خپرولو سره ویلي، په دې لړ کې درې اساسي ټکي چې د ملکي وګړو ساتنه، د ملکي تلفاتو د کچې ټيټول او له زیانمنو خلکو سره مرسته ده، په لوړه کچه د حکومت او امنیتي سکټور په لومړیتوبونو کې ځای لري او دوی به په دې برخه کې خپله ټوله هڅه وکړي.



































