په کابل کې د ناروې سفیر کيجلتورمود پیټرسن ویلي چې هېواد یې د افغان سولې د مذاکراتو کوربه توب ته چمتو دی. نوموړي دا خبرې نن په سپیدار ماڼۍ کې له اجراییه رییس عبدالله عبدالله سره په لیدنه کې کړې دي. له اجراییه ریاسته په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دې لیدنه کې اجراییه رییس د ناروې هېواد له هر اړخیزو مرستې مننه کړې او د سولې برخه کې یې د دې هېواد رول مهم بللی دی. سرچینه کاږي، پیټرسن ډاډ ورکړی دی چې هېواد یې په هر اړخیزه توګه له افغانستان سره مرستو او همکاریو ته تیار دی.



































