د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وایي، دوی د ملکي تلفاتو په اړه د یوناما اندېښنه پر ځای بولي خو له یادې ادارې غوښتنه کوي چې په دې برخه کې باید دقیقې څېړنې وکړي څو خلک په هغو جنایتونو خبر کړي چې طالبان یې د ملکي وګړو پر وړانډې کوي. هغه چې نن یې په کابل کې یوې خبري غونډې ته خبرې کولې د زرغون بهیر پر دفتر شوي برید ته په اشارې وویل، د ملکي تلفاتو اصلي لامل طالبان دي. د نوموړي په خبره طالبانو په ټولو بریدونو کې ملکيان په نښه کړي او په خبره یې د دې ډلې له لورې په ترسره کېدونکو بریدونو کې د ملکي وګړو د تلفاتو شمېر خورا لوړ دی. هغه دغه راز وویل، حکومت د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره ټول تدابیر نیولي او په دې برخه کې به لا نور اړین اقدامات وکړي.



































