پر ټاکنو څارونکي بنسټونه په هممهاله توګه د سولې هڅو او راتلونکو انتخاباتو ترسره کېدو په تړاو اندېښنه ښيي. د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ یا فیفا وايي، افغان حکومت او امریکا دې د سولې او ټاکنو په اړه خپل دریځ روښانه کړي. دوی وايي، چې له یوې خوا د سولې خبرې او بل لور ته پر ټاکنو تینګار دوی د دې ملي پروسو په اړه دوه زړه کړي، چې کوم یو به مخکې تر سره کیږي او ولس باید د څه تیاری ولري. دوی وایي ښه به وي چې افغان حکومت او امریکا په دې اړه افغانانو ته وضاحت ورکړي. فیفا همداراز په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د نړیوالې ټولنې پر نقش ټینګار کوي او د دې ټولنې پر کمرنګه او مبهمه ونډې نیوکه لري. دوی وايي، که له نړیوالې ټولنې پرته په ولسمشریزو ټاکنو کې مشکلات رامنځته شي مسوولیت به یې دوی ته هم راجع وي.



































