د امریکا استخباراتي چارواکو ویلي، د القاعدې شبکې د وژل شوي بنسټګر اسامه بن لادن زوی حمزه مړ شوی، خو د هغه د مړینې د ځای او نېټې په اړه یې هېڅ معلومات نه دي ورکړي. د امریکا حکومت په تېره فبرورۍ میاشت کې هغه چا ته د یو میلیون ډالرو جایزې اعلان وکړ، چې د حمزه بن لادن د ځای ځایګي په اړه معلومات ورکړي. ویل کېږي چې حمزه بن لادن د خپل پلار له وژل کېدو وروسته د القاعدې شبکې مشري کوله. امریکايي رسنیو د حمزه بن لادن د مړینې د خبر معلومات له امریکايي استخباراتي سرچینو ترلاسه کړي خو نور جزییات یې نه دي ورکړي. تر دې وړاندې۳۰ کلن حمزه پر امریکا او نورو هېوادونو د بریدونو په اړه ځینې غږیز او وېډیويي پیغامونه هم خپاره کړي دي. حمزه بن لادن له جهادیانو غوښتي وو چې د خپل پلار غچ له امریکا واخلي، هغه په عربي هېوادونو کې هم وګړي بغاوت ته هڅولي وو.



































