طالبان وايي تمه لري چې په راتلونکې اونۍ کې له امریکا سره د افغان جګړې د پای ته رسېدو هوکړه لاسلیک شي. د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین له رسنیو سره په خبرو کې ویلي له امریکا سره اوږدې خبرې وروستیو پایلو ته نږدې شوې دي او تمه ده چې راتلونکې اونۍ دوحه کې د طالبانو او امریکا ترمنځ مخامخ خبرو کې د جګړې د پای ته رسولو هوکړه لاسلیک شي. شاهین دا نه دي ویلي چې پر کومو مواردو به دوی موافقې ته رسېږي خو په خبره یې له خلیلزاد سره د طالب استازو تر خبرو او دواړو ترمنځ تر هوکړې وروسته به معلومات خپاره کړي. زلمي خلیلزاد هم تېره ورځ ویلي وو، چې له طالبانو سره به پر بحث شوو مواردو ډېر ژر هوکړه وشي. بل پلو افغان حکومت هم ویلي چې د بین الافغاني مذاکراتو لپاره د پنځلس کسیز پلاوي لېست بشپړ شوی دی. ټاکل شوې چې د بین الافغاني خبرو دا پړاو د کوم اروپايي هېواد په پلازمینه کې ترسره شي.



































