پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي د سولې په برخه کې د امریکا پر نیت شک لري، ځکه واشنګټن هڅه کوي افغان جګړه یوه نوي پړاو ته د ننه کړي. حامد کرزي نن په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال وویل افغانستان یووالي ته اړتیا لري او امریکا په خطرناکو دسیسو غواړي د افغانانو ترمنځ نفاق واچوي او په سیمه کې خپلې نقشې عملي کړي. دده په وینا امریکا غواړي له طالبانو سره توافق وکړي، خو بلخوا د داعش د پیاوړتیا او قوت لپاره هڅې روانې دي. هغه زیاته کړې چې په ګڼو ولایتونو کې امریکا د تفرقې او دسیسو پر مټ داعش ته د فعالیت زمینه برابروي او غواړي سیمه ییز قدرتونه له افغان خاورې تهدید کړي. ده وویل د سولې له هرې هڅې ملاتړ کوي خو افغانانو ته په کار ده، چې د رښتینې سولې لپاره سره یو ځای شي او امریکا ته اجازه ور نه کړي چې د سولې په نامه هېواد د پاکستان لمنې ته واچوي او د یوې بلې خونړۍ جګړې په ډګر یې بدل کړي. هغه د سولې په پروسه کې د ګاونډیو هېوادونو پر شریکولو او ونډې هم ټینګار وکړ. پخواني ولسمشر حامد کرزي یو ځل بیا ټینګار وکړ چې په افغانستان کې هر فیر د امریکا په ګټه دی او هغه کسان جګړې ته ادامه ورکوي چې د افغانانو دښمنان دي او د امریکا د ګټو لپاره کار کوي. ده پر طالبانو او افغان حکومت هم غږ وکړ، چې د جګړې تبلیغات، اقدامات او پلانونه دې له منځه یوسي پر ځای یې دي د رښتینې سولې لپاره هڅه وکړي. هغه له حکومت دا هم وغوښتل، چې ځان دې د امریکا پر دسیسو خبر کړي او طالبانو ته هم په کار ده، چې ځان د نورو له استعمالېدو خلاص کړي. دده په خبره که طالبان له نورو افغانانو سره یو ځای د امریکايي دسیسو پر وړاندې ودرېږي نو ارو مرو به دلته پردۍ خونړۍ جګړه پای ته ورسېږي. پخواني ولسمشر حامد کرزي د ټاکنو په اړه هم ویلي، چې دا د امریکا دسیسه ده او ددې ټاکنو واک له افغانانو سره نشته دی. دده په خبره ټاکنې د سولې د زیانمنولو، داعش د ودې او د ولس تر منځ د نفاق اچولو لپاره کېږي او ددې ټاکنو واک له افغانانو سره نه دی. هغه ټینګار کړی چې سوله باید تر ټاکنو مخکې وي ځکه د سولې په موجودیت کې په افغانستان کې د شفافو او افغاني ټاکنو زمینه برابرېدلی شي. ښاغلي کرزي په هېواد کې په وروستیو خونړیو جګړو کې د ملکي افغانانو مرګ ژوبله هم خورا بوږنوونکې بللې ده او په خبره یې د پردۍ جګړې لپاره د نه منلو شمېر افغانان قرباني کېږي او که جګړه و نه درول شي، نو په دې جګړه کې به د امریکا او پاکستان ګټې تر بل هر وخت ساتل شوې وي.



































