د راپورونو له مخې خلیلزاد قطر ته رسېدلی دی او نن به د طالب استازو له ۱۹ کسیز پلاوي سره ابتدايي لیدنه ولري. خلیلزاد تر دې وړاندې له ازادۍ رادیو سره په مرکه کې ویلي وو، چې دا ځل یې په کابل کې سفر تر ټولو بریالی سفر و او مهمې لاس ته راوړنې لري. دده په خبره دی بریالی شوی چې له افغان حکومت سره پر ځینو مسایلو موافقې ته ورسېږي او تر هغه وروسته له طالب استازو سره مذاکرات مخ ته یوسي. خلیلزاد وايي په کابل کې یې د بین الافغاني مذاکراتو لپاره تیاری نیولی دی او پر نورو ګامونو یې بحثونه کړي دي. ده له طالبانو سره جوړ شوی ټیم هم اغېزناک بللی دی او په وینا یې دوی به وکړی شي چې په افغانستان کې د سولې په پروسه کې ګټور ګامونه اوچت کړي.



































