د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون دولت جوړوونکي او ثبات او همپالنې ټاکنیزو ټکټونو ته په ټاکنیزو سیالیو کې د سرغړونو له امله اخطاریه ورکړې او د ولسمشرۍ ټاکنو له نوماندانو یې په ټینګار سره غوښتي چې د ټاکنیزو کمېسیونونو کړنلارې مراعات کړي. دولت جوړوونکی د محمد اشرف غني او ثبات او همپالنې د عبدالله عبدالله اړوند ټاکنیز ټکټونه دي. د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ویاند او منشي محمد قاسم الیاسي وویل، د ولسمشرۍ ټاکنو د یو شمېر نوماندانو ناستې به ځینو مواردو کې له سرغړونو ډکې وې. هغه زیاته کړه، یو شمېر نوماندانو د ځان په ګټه له دولتي امکاناتو او سرچینو لکه دولتي سیمو، لوازمو، د لېږد له وسایلو او لوړپوړو دولتي چارواکو له شتون څخه استفاده کړې ده. نوموړي په ډاګه کړه چې هېڅ نوماندان او ټاکنیز ټکټ د ټاکنیز کمپاین پر مهال نه شي کولای د لومړي وزير، مرستیال او نورو لقبونو او عنوانونو څخه چې د اساسي قانون مخالف دي استفاده وکړي.



































