د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مایک پمپیو وایي چې له افغانستان څخه د سرتېرو ویستلو په اړه یې خبرې د رسنیو لخوا غلطې تعبیر شوي دي. پمپیو ویلي، چې له افغانستان څخه د بهرنیو سرتېرو ایستلو لپاره کومه نېټه نه ده ټاکل شوې، خو امریکا غواړي چې په افغانستان کې د ځینو شرایطو له تضمین وروسته خپل نظامي شتون په تدریجي ډول کم کړي. نوموړي ویلي، چې امریکا غواړي باوري شي چې په افغانستان کې به د تروریزم په نوم څه شی نه پاتې کیږي. د فرانسې خبري آژانس د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له خولې ویلي وو، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ غواړي د ۲۰۲۰ ټاکنو څخه وړاندې له افغانستان نه د خپلو سرتیرو ایستل پیل کړي. خو د میلټري ټایمز د راپور له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر بیا له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې خبرې یې رسنیو غلطې تعبیر کړي دي.



































