امریکا له افغانستان خپل زرګونه سرتیري باسي. د دغو سرتېرو ویستل له طالبانو سره د یوې هوکړې له مخې کېږي. واشنګټن پوسټ ورځپانې د ځینو امریکايي سر چینو له قوله ویلي چې په دغې هوکړې کې اوربند او له القاعده شبکې سره د اړیکو پرېکول شامل دي. بل لور ته په پام کې ده چې اسلام اباد کې د افغان سولې لپاره دامریکا ځانکړي استازي زلمي خلیلزاد له لېدنې وروسته د طالبانو او امریکا تر منځ اتم پړاو خبرې پیل شي. تمه کېږي چې په اتم پړاو خبرو کې به په هغه څه وروستۍ پرېکړه وشي چې له دې وړاندې دواړو خواو پرې هوکړه کړې وه. د امریکا او طالبانو تر منځ د لومړنۍ هوکړې له مخې تمه ده له افغانستان شاوخوا شپږ زره امریکايي سرتیري وایستل شي. په دې سره به د امریکا شاوخوا نهه زره سرتېري افغانستان کې پاتې شي. اوس په افغانستان کې د امریکايي سرتیرو شمېر شاوخوا څوارلس زره ښودل شوی دی. د دې شمېر سرتېرو د ویستلو په بدل کې له طالبانو غوښتل کېږي چې د یوه پراخ سیاسي جوړ جاړي لپاره له افغان حکومت سره مخامخ خبرې پیل کړي، اوربند وکړي او له القاعده ډلې سره خپلې اړېکې پرې کړي.



































