د دایکنډي ولایتي چارواکي وايي، چې تېره شپه وسله والو طالبانو د دغه ولایت پر دوو ولسوالیو پاتو او کجران بریدونه وکړل، چې له امله یې نهه سرتیري وژل شوي او ۱۶نور ټپیان دي. د دایکنډي والي سید انور علي رحمتي وویل، چې د پاتو په ولسوالۍ کې د طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ د ولسوالۍ سره په پرتو سیمو کې جګړې نن هم دوام درلود. رحمتي وویل، چې کیدای شي په جګړو کې د افغان امنیتي ځواکونو تلفات نور هم زیات شي. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټویټر پاڼه د دغې جګړې په اړه ویلي، چې تېره شپه یې د دایکنډي ولایت د ګیزاب په پاتو ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو څلور امنیتي پوستې نیولي او په جګړو کې يې شل افغان سرتیري وژلي دي.



































