د ولسي جرګې ځيني غړي وايي چې له وسله والو طالبانو سره سوله باید په داسې بڼه وشي چې له هغې سره په هېواد کې بشپړ ثبات رامنځته شي او د ټولو افغانانو په کې خیر وي. د امریکا او طالبانو ترمنځ چې په قطر کې له تېرو څو میاشتو راهیسې خبرې اترې پیل شوې وې، اوس مهم پړاو ته داخلې شوې او ویل کېږي چې په راتلونکو څو ورځو کې به یې ترمنځ هوکړه لیک هم لاسلیک شي. په دې اړه په ولسي جرګه کې د ننګرهار استازي حضرت علي د يوې خبري غونډې پر مهال وويل چې د افغانستان د سولې او جګړې کيلي د افغانانو نه، بلکې د پرديو په لاس کې ده. نوموړي د کوم هېواد نوم ياد نه کړ خو زياته يې کړه چې يو شمېر هېوادونه لا هم له يوې خوا د افغانستان د سولې لپاره کار کوي او له بل لوري یې د جګړې اږدولو لپاره هڅې پیل کړې دي. حاجي حضرت علي زياتوي چې د افغان حکومت، طالبانو او امريکا ترمنځ بايد داسې يوه سوله وشي چې بيا وروسته نورو وسله والو ډلو ته د فعاليت لپاره هېڅ چانس په لاس ورنه شي.



































