د استراليايي رسنیو د راپورونو له مخې دغه سرتېري به په افغانستان او منځني ختیځ کې ځای پر ځای کېږي او د شته تهدیدونو پر وړاندې به مبارزه کوي. د استرالیا ددفاع وزیر ویلي چې دوی ۲۷۰ پورې سرتېري یادې سیمې ته لېږي. استرالیا دمګړی په منځني ختیځ او افغانستان کې تر ۱۰۰۰ پورې سرتېري لري. په افغانستان کې استرالیايي ځواکونه تر ډېره د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې د افغان ځواکونو د روزنې دنده پر مخ وړي. استراليايي ځواکونه په افغانستان کې په جنګي جنایتونو هم تورن دي او د جرمونو نړیوالې محکمې څو ځله ددغه ځواکونو د جنګي جنایتونو بېلګې په خپلو راپورونو کې وړاندې کړې دي.



































