مشهور امریکایي سناتور لیندسي ګراهام په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي دي، ټرمپ دې هغه تېروتنه نه تکراروي چې اوباما په عراق کې وکړه. د ګراهام په وینا امریکا له طالبانو سره هوکړه کوي، خو په افغانستان کې لا هم د داعش او القاعده ډلې تهدید موجود دی. دده په خبره په دې سره به افغانستان له هغه برخلیک سره مخ شي چې اوباما عراق ورسره مخ کړ. هغه زیاته کړې چې امریکا دې په افغانستان کې د سترو ترهګریزو شبکو لکه القاعده او داعش پر وړاندې د مبارزې لپاره یو شمېر سرتېري پرېږدي او تر څنګ یې دې دا پلان هم ولري چې د اړتیا په صورت کې به ژر تر ژره افغانستان ته ځواکونه استوي. دغه امریکایي سناتور ویلي چې د سرتېرو د ایستلو پلوی دی خو په یو ځل په افغانستان کې د سرتېرو شمېر صفر ته راښکته کول د افغانستان، امریکا، سیمې او د امریکا متحدینو ته خطرناک دي.



































