د دايمي سولې لپاره پاکستان او افغانستان باید ډاډ ورکړي ،چې خاوره یې د یو بل پر وړاندې نه کارول کېږي. د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي له پاکستان تر تګ وروسته په ټوېټ پیغامونو کې لیکلي، پاکستان او افغانستان باید په ګډه د سولې لپاره هڅه وکړي او دغه دوه ګاونډي هېوادونه ښو اړیکو ته اړتیا لري. دده په خبره ددواړو هېوادونو ترمنځ باید داسې هوکړې رامنځ ته شي چې دایمي سوله ډاډمنه کړي. خلیلزاد ویلي پاکستان او افغانستان باید دا ډاډ ورکړي چې له خاورې یې د یو بل پر ضد کار نه اخیستل کېږي او دواړه د سولې لپاره هلې ځلې کوي. نوموړي ویلي چې داسې یوه هوکړه نه یوازې د سولې بلکې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیمه ییزې همکارۍ او اقتصادي ودې لپاره هم ګټوره او مهمه ده. زلمی خلیلزاد پرون په پاکستان کې و او هلته یې د پاکستان د پوځ له مشر او لومړي وزیر عمران خان سره کتلي دي. دوی ډاډ ورکړی چې د افغانستان د سولې په پروسه کې به خپلې مرستې نه سپموي.



































