د سوداګرۍ او صنایعو خونه وایي، هېواد ته د پاکستان او ایران له لوري قاچاقي وارداتو ستونزې جوړې کړي. د دغې خونې مرستیال خان جان الکوزي وویل چې د قاچاقو اصلي لاملونه د سرحداتو نه کنټرول، د زورواکو شتون، فساد او جګړه ده. ده وویل، چې په دې کې هېڅ شک نشته چې ځيني اموال قاچاق کېږي، خو دا ستونزه یوازې د پاکستان او ایران له لوري ده. نوموړي وویل، چې د افغانستان له لوري هم ځینې محصولات لکه قیمتي ډبرې، لرګي او کرومایټ نورو هېوادونو ته قاچاق کېږي. الکوزی وایي، که د دې قاچاقو مخنیوی ونشي، د حکومت عواید به ورسره راکم او په مارکېټ کې به ګڼې ستونزې رامنځته کړي.



































