په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یا یوناما ویلي، د جګړو او ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو له امله د روان کال په جولای میاشت کې تر ۱۵۰۰ ډېرو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د یوناما د خپاره شوي راپور له مخې دا په تېرو کلونو کې په یوه میاشت کې د ملکیانو د مرګ ژوبلې تر ټولو لوړې شمېرې دي. په خپاره شوي راپور کې دغه راز راغلي، د ملکي تلفاتو د شمېر لوړېدو اصلي لامل په ښاري سیمو او دغه راز پر پوځي اهدافو باندې د وسله والو مخالفینو بریدونه او ځای پر ځای شوي چاودېدونکي توکې دي. یوناما ویلي، دوی د ملکیانو د مرګ ژوبلې په اړه اندېښمن دي او له ښکېلو غاړو یې غوښتنه کړې ده چې د جګړې پر ځای دې د سولې هڅو ته قوت ورکړي.



































