د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د ټرمپ د مکررو څرګندونو په اړه په کابل کې د ملګرو ملتونو له استازي تدامیچي یاماموتو سره لیدلي دي او هغه ته یې په دې اړه اعتراض کړی دی. د کرزي له مطبوعاتي دفتره په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، حامد کرزي، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مکررو څرګندونو په اړه چې ویلي یې دي که وغواړي افغان جګړه د زور له لارې وګټي کولی شي د لس میلیونه وګړو په وژلو سره دې جګړې ته د پای ټکی کېږدي، په کابل کې د ملګرو ملتونو استازي ته اعتراض کړی دی او غوښتنه یې ترې کړې چې په دې اړه د افغانانو اندېښنه او شکایت د ملګرو ملتونو سرمنشي ته ورسوي. سرچېنه کاږي، په دغه لیدنه کې د افغان سولې برخه کې پر وروستیو پرمختګونو او دغه راز د دې پروسې پر افغاني کولو هم ټینګار شوی دی.



































