پنجشنبه, مې 14, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    د معیار او کیفیت اداره: له هندي شرکت سره د لابراتواري کمپلکسونو د جوړولو تړون لاسلیک شو

    پکتیا؛ د ۱۰.۳ ميليونه ډالرو په ارزښت د روغتيايي خدمتونو د پیاوړتیا تړون لاسلیک شو

    هرات کې؛ د حلقوي سړک د پاتې برخو د قیرکولو چارې بیا پیل شوې

    سرپل کې؛ د ۱۸ کیلومتره سړک د جوړېدو چارې پیل شوې دي

  • نړۍ
    mockups-design.com

    د پنټاګون تازه راپور؛ له ایران سره د جګړې لګښت ۲۹ میلیارده ډالرو ته رسېدلی

    mockups-design.com

    سعودي عربستان د ایران پر خاوره نا اعلان شوي هوايي بریدونه کړي

    هاکان فیدان؛ د ایران جګړې په اړه د خبرو اترو لپاره قطر ته ځي

    وال سټریټ ژورنال؛ متحده عربي اماراتو په پټه پر ایران پوځي بریدونه کړي

    ټرمپ: د ایران ځواب «احمقانه» دی او اوربند ډېر نازک دی

    بلوچستان کې د پراخې اورلګېدنې له امله ۴۵ کسان ټپيان شوي

    نیویارک ټایمز: د تیلو نړیوالې بیې درې سلنه لوړې شوې دي

    د ایران ولسمشر: مذاکرات د تسلیمۍ یا شاتګ په مانا نه دي

    امریکا له وینزویلا څخه ټول غني شوي یورانیم وړي دي

  • دریځ

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result

کورپاڼه افغانستان

د قطر دفتر: له امریکا سره تر توافق وروسته بین‌الافغاني مذاکرات پيلېږي

اگست 4, 2019
in افغانستان
0 0

په قطر کې د طالبانو او زلمي خلیلزاد ترمنځ برخلیک ټاکونکي مذاکرات روان دي. د طالبانو د قطر دفتر مرستیال وایي، چې په دې پړاو مذاکراتو کې د طالبانو او امریکايي لوري ترمنځ د هوکړې د لاسلیک امکان دی او د توافق د لاسلیک کېدو په صورت کې به د ټولو خارجي ځواکونو د وتلو مهالوېش اعلانيږي او له هغه وروسته به بین‌الافغاني خبرې پيلېږي، چې حکومت به د یوه جهت په حیث پکې ګډون کوي.

طالبانو او امریکا اووه پړاوه مذاکرات تر سره کړل، تر دې چې دواړه لوري د یوه توافق پر لاسلیکولو سره سلا شوي او په دې اړه خبرې روانې دي. دوی د اتم ځل لپاره سره جرګه شوي دي او دواړه لوري د یوې هوکړې لاسلیکولو ته تیاری ښيي. د دې مذاکراتو تر پیل مخکې زلمی خلیلزاد په پاکستان کې و او هلته یې هم پر مهمو مواردو له پاکستاني چارواکو سره خبرې کړې دي.

بل پلو طالبان بیا د داسې یوه توافق د رامنځ کېدو خبره کوي، چې په هغه کې به د ټولو بهرنیو ځواکونو وتل شامل وي. په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال وايي، چې په دې پړاو مذاکراتو کې د یوه توافق احتمال موجود دی، داسې توافق چې له افغانستانه به د ټولو بهرنیو سرتیرو د وتلو بهیر پکې شامل وي.

مولوي عبدالسلام حنفي وایي، چې د نړیوالو څارونکو په حضور کې د دې توافق تر اعلان وروسته به خارجي ځواکونه په ټاکلي وخت له افغانستان څخه وځي او تر هغه وروسته به د مذاکراتو داخلي بُعد پیلیږي. نوموړی وايي: ((د توافق په صورت کې، د څارونکو په مخکې پر دې هوکړه کېږي چې ټول بهرني ځواکونه به له افغانستانه وځي. دا وتل به په هوکړه کې د جوړ شوي مهالوېش له مخې تر سره کېږي. تر دې وروسته د مذاکراتو داخلي اړخ پيلېږي. بیا به پر ټولو مواردو بحث کېږي. د اساسي قانون مسئله، د اسلامي نظام رامنځ ته کېدل، په امنیتي ادارو کې اصلاحات او دا ټول موارد د مذاکراتو داخلي بعد دی چې بحث به ورباندې وشي)).

سلام حنفي بیا دا هم وایي چې افغان حکومت به د یوه جهت په حیث په دې مذاکراتو کې برخه اخلي. دی وایي چې له امریکایانو سره تر هوکړې وروسته به بین‌الافغاني مذاکراتو ته داخل شي او افغان حکومت د یوه لوري په توګه په دې مذاکراتو کې برخه اخیستلی شي. نوموړی وايي: ((له امریکایانو سره تر هوکړې وروسته بین‌الافغاني مذاکرات پيلېږي. افغان حکومت د افغان او د یوه لوري په توګه په دې مذاکراتو کې برخه اخیستلی شي)).

حنفي لا هم ټینګار کړی چې افغان حکومت به د حکومت په توګه نه، بلکې د یوه افغان لوري په توګه په دې مذاکراتو کې برخه اخلي. دغه طالب چارواکی داسې مهال ورته څرګندونې کوي چې امریکا طالبان له افغان حکومت سره خبرو ته اړ بولي. خلیلزاد ویلي چې تر هوکړې وروسته به طالبان له افغان حکومت سره خبرو ته کېني.

په ورته مهال د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد، چې په دوحه کې له طالبانو سره پر خبرو اترو بوخت دی، وايي، د طالبانو له لوري یې داسې نښې نښانې لیدلې چې دغه ډله غواړي د سولې نهايي توافق حاصل شي. خلیلزاد وايي: ((د طالبانو له لوري مې داسې زیګنالونه تر لاسه کړي، چې هغوی غواړي د سولې نهايي توافق وشي. موږ یوه ښه توافق ته چمتو یو، موږ د وتلو د توافق په لټه کې نه یو، بلکې سولې ته د رسېدو توافق په لټه کې یو، چې دا توافق کولی شي د ځواکونو وتلو ته لاره هواره کړي)).

په قطر کې د طالبانو او امریکايي پلاوي ترمنځ په دې پړاو مذاکراتو کې یوه توافق ته د رسېدو خبرې داسې مهال کیږي، چې ویل کیږي د طالبانو او امریکایي لوري ترمنځ تر هوکړې وروسته به د متحده ایالاتو او افغان حکومت ترمنځ هم یو توافق لاسلیک شي. ویل کېږي چې دغه پړاو مذاکرات به د افغان جګړې او سولې لپاره برخلیک ټاکونکي او مهم وي.

Tags: featured
Share23Tweet7Share3

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

د معیار او کیفیت اداره: له هندي شرکت سره د لابراتواري کمپلکسونو د جوړولو تړون لاسلیک شو

مې 13, 2026

پکتیا؛ د ۱۰.۳ ميليونه ډالرو په ارزښت د روغتيايي خدمتونو د پیاوړتیا تړون لاسلیک شو

مې 13, 2026

هرات کې؛ د حلقوي سړک د پاتې برخو د قیرکولو چارې بیا پیل شوې

مې 13, 2026

سرپل کې؛ د ۱۸ کیلومتره سړک د جوړېدو چارې پیل شوې دي

مې 13, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In