په خوست کې د خلکو د اقتصادي ودې پراختيا لپاره پر اتيا هکټاره ځمکه د زيتونو ۱۶ زره اصلاح شوي نيالګي اېښودل شوي دي.
د خوست د کرنې رييس انجنير حفيظ الله شاه نوري وايي، پر دې پروژه څه باندې ۸۱ زره ډالر لګښت شوی چې په سلو کې ۹۳ د سوېس د مرستو پرمختيايي ادارې ورکړی او اووه سلنه د ځايي خلکو ونډه ده.
هغه وايي: ((ځاځي ميدان ولسوالۍ د اقليم له نظره د زيتونو لپاره ډېره مناسبه ده او پيوند يې هم ښه نتيجه ورکړې ده. په تېرو کلونو کې پيوند د فيصدۍ له نقطې نظره ۴۵ فيصده و، خو سږ کال د پيوند لګېدلو فيصدي له ۶۵ څخه لوړه ده او په دې خاطر زموږ هلته تمرکز ډېر زيات دی».
د دغه ولایت چارواکي وايي، پلان لري چې په راتلونکي کې د زيتونو ترڅنګ، نور هغه نباتات چې دا مهال وحشي بڼه لري، د پيوند په وسيله اصلاح کړي.