د ولسي جرګې له لوري د نیمایي کال بودیجې تر رد وروسته د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو د بودیجې برخلیک ناڅرګند دی. ولسي جرګې تېره اونۍ د نیمایي کال بودیجه د ګڼو ستونزو له امله رد کړه، خو څرګنده نه ده چې که دغه بودیجه د جرګې له لوري بیا هم تصویب نه شي، نو حکومت به د ټاکنو لپاره ځانګړې شوې بودیجه له کومو سرچینو ترلاسه کوي. افغان حکومت اعلان کړی، چې د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو د بودیجې لویه برخه له کورنیو سرچینو ورکوي، خو د ټاکنو لپاره د حکومت د ځانګړې شوې بودیجې برخلیک ځکه نا څرګند دی، چې ولسي جرګې تر اوسه دغه بودیجه نه ده تصویب کړې.د جرګې غړي وایي، حکومت د قانون خلاف په بودیجه کې تازه کدونه رامنځ ته کړي،۱۵۰ پروژې یې اېستلې او پرځای یې د سولې وزارت لپاره ۷۰۰ میلیونه ډالره په پام کې نیولي دي.



































