جمعه, اگست 7, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    زابل کې ۲۳ کلنه د دوو کورنیو دښمني په دوستي بدله شوه

    ترابي: مرستندویه بنسټونه دې زیانمنو ته بېړنۍ مرستې ورسوي

    هلمند؛د خوارځواکۍ مرکزونه د ټولو ناروغو ماشومانو د منلو ظرفیت نه لري

    ای او ایم: نورستان کې د سېلاب‌ځپلو لپاره د مرستو بهیر پیل شوی

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    زابل کې ۲۳ کلنه د دوو کورنیو دښمني په دوستي بدله شوه

    ترابي: مرستندویه بنسټونه دې زیانمنو ته بېړنۍ مرستې ورسوي

    هلمند؛د خوارځواکۍ مرکزونه د ټولو ناروغو ماشومانو د منلو ظرفیت نه لري

    ای او ایم: نورستان کې د سېلاب‌ځپلو لپاره د مرستو بهیر پیل شوی

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه افغانستان

طالب پلاوی: پر اوربند او اصلاحاتو په بینالافغاني مذاکراتو کې خبرې کېږي

اگست 5, 2019
in افغانستان
0 0

په قطر کې د طالبانو او امریکا ترمنځ خبرې لا هم روانې دي. تېرې دوې ورځې دواړو لورو اتم پړاو مذاکرات وکړل او مثبتو پایلو ته هیله من دي. طالب سرچینې وایي، دوی هیله لري چې دا ځل وکړی شي له امریکا سره نهايي توافق لاسلیک شي او د بهرنیو ځواکونو وتل پیل شي. په قطر کې د طالبانو د مذاکراتي ډلې غړي وایي، همدا چې له امریکا سره هوکړه لاسلیک شي، نو ورپسې جوخت بینالافغاني مذاکرات پيلېږي او په هغه کې پر ډېرو مواردو بحثونه شامل دي.
د طالبانو د قطر سیاسي دفتر وايي، له امریکا سره د سولې تر توافق وروسته به بهرني ځواکونه د مهالوېش له مخې په بشپړ ډول له افغانستانه وځي. د طالبانو د قطر دفتر د مرکچي پلاوي غړی مولوي شهاب الدین دلاور وایي، له امریکا سره تر هوکړې وروسته بینالافغاني مذاکرات پيلوي، چې له افغان حکومت سره به د یوه سیاسي جهت په توګه خبرې کېږي او اوربند هم د اجنډا یوه برخه ده. طالبان د امریکا له ټینګار سره سره لا هم وایي چې له افغان حکومت سره د یوه سیاسي جهت په توګه خبرې کوي، نه د حکومت په توګه.
بل پلو تر دې وړاندې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي وو، چې اوربند له طالبانو سره د هوکړې برخه ده، خو اوس طالب پلاوی وایي چې پر اوربند به په بینالافغاني مذاکراتو کې خبرې کېږي.
د طالبانو د مرکچي پلاوي غړی مولوي شهاب الدین دلاور وايي، د سولې توافق به د نړیوالو شاهدانو په حضور کې اعلانېږي، چې تر هغې وروسته به له ټاکل شوي مهالوېش سره سم په بشپړ ډول بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووځي. نوموړی وايي: ((موږ تمه لرو چې د مذاکراتو دا مرحله بریالۍ شي. دا بریالۍ کېږي همدا چې توافق وشي، نو امریکایي عسکر او ټول ائتلافي ځواکونه او مشاورین به له افغانستانه وځي. دوی به مهالوېش ته په کتو له دې ځایه په بشپړه توګه وځي)).
د طالبانو د قطر دفتر وايي، له امریکا سره د سولې تر هوکړې وروسته، له افغان سیاسي جهتونو سره بینالافغاني مذاکرات پیلوي، چې افغان حکومت به هم د یو سیاسي جهت په توګه په دې خبرو کې ونډه اخلي. طالبان وايي، اوربند، د اسلامي نظام رامنځ ته کېدل او د اساسي قانون تعدیل د بینالافغاني مذاکراتو د اجنډا برخه ده. دلاور وايي: ((په بینالافغاني مذاکراتو کې به د اجنډا برخه اوربند هم وي. په اړینو اصلاحاتو او نورو مسایلو چې توافق وشي، بیا اوربند څه جګړه به هم د تل لپاره له هېواده ورکه شي)).
که له یوې خوا په قطر کې د طالبانو او امریکا خبرې د بریا په درشل کې دي، خو بلخوا دلته په کابل کې د بینالافغاني مذاکراتي ټیم پر سر اختلافات روان دي. ټاکل شوې وه چې افغان حکومت پنځلس کسیز ټیم له طالبانو سره د خبرو لپاره جوړ کړي، خو د سرچینو په خبره، په دې ټیم کې ۱۲ کسه د حکومت غړي او دری نور سیاسیون دي. پر همدې مسئله د سیاسیونو او افغان حکومت ترمنځ اختلافات دي او په دې ټیم کې د انډول ساتلو غوښتنه کوي.
د افغان سولې په تړاو له وروستيو پرمختګونو په داسې حال کې خبر ورکول کېږي، چې تازه د ناټو عمومي منشي هم ویلي چې له متحده ایالاتو سره به په ګډه په افغانستان کې د خپلو سرتېرو د برخلیک په اړه پرېکړه کوي.

Tags: featured
Share17Tweet3Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

زابل کې ۲۳ کلنه د دوو کورنیو دښمني په دوستي بدله شوه

اگست 6, 2026

ترابي: مرستندویه بنسټونه دې زیانمنو ته بېړنۍ مرستې ورسوي

اگست 6, 2026

هلمند؛د خوارځواکۍ مرکزونه د ټولو ناروغو ماشومانو د منلو ظرفیت نه لري

اگست 6, 2026

له چین څخه افغانستان ته د برېښنايي تجهیزاتو واردات پیلېږي

اگست 6, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In