د کندهار ولایت چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې د میانکو او لوړې بندونه جوړېږي چې د کرنې د ودې او پراختیا په برخه کې ډېر مهم دي.
د اوبو او کرنې په برخه کې د ولسمشر سلاکار حمید هلمندی وايي، د کندهار د ارغستان ولسوالۍ د لوړې بند د سروې لپاره یو میلیون ډالر ځانګړي شوي دي. هغه زیاتوي، د دغه بند د سروې او ډيزاین چارې به د روان ۲۰۱۹ ز کال د اکټوبر په میاشت کې پيل شي.
د نوموړي په خبره، د سروې او ډېزاین چارو له بشپړېدو وروسته به د دغه بند پر جوړولو ۳۰ میلیونه ډالر ولګول شي چې هندوستان یې د ورکولو ژمنه کړې ده.
هلمندی وايي، د میانکو بند چې د ۵۰۰ میلیون مترمکعب اوبو د زېرمه کولو وړتیا لري، د سروې او ډیزاین چارې یې بشپړې شوې او په نږدې راتلونکي کې به افغان حکومت د دغه بند د جوړولو لپاره بودجه ځانګړې کړي.