د دوحې په مذاکراتو کې لا هم د مهالوېش پر سر اختلافات روان دي. د رسنیو د راپورونو له مخې طالبانو تېره ورځ ناوخته خبرې پيل کړې، خو یو شمېر سرچینې وایي چې اختلاف د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر مهالوېش دی. دواړو لورو توافق کړی دی چې بهرني ځواکونه به له افغانستان وځي، خو لا هم پر مهالوېش اختلاف موجود دی. د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي چې خبرې ښایي څو ورځې نورې هم اوږدې شي. بل پلو یو شمېر طالب استازي وایي چې له امریکا سره توافق رامنځ ته کېږي او تر هغه وروسته به طالب او افغان پلاوی خبرې کوي. د طالبانو د مذاکراتي پلاوي غړی مولوي شهاب الدین دلاور وایي چې د اوربند او ګڼو نورو مواردو پر سر به په بین الافغاني مذاکراتو کې خبرې کېږي. نوموړي یو ځل بیا ویلي چې افغان حکومت به د یوه افغان لوري په توګه په دغه مذاکراتو کې برخه اخلي. بل پلو په کابل کې د مذاکراتي ټیم د ټاکلو پر سر اختلاف موجود دی. پلاوی باید پنځلس کسیز وي، خو سیاسي لوري وایي چې له دې ډلې ۱۲ یې د حکومت کسان دي او باید ټولو جهتونو ته ونډه ورکړل شي.



































