په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د وتلو د راپورونو له خپرېدو سره سم، ځينې ځواکونه خپلو سیمو ته ستانه شوي دي. امریکایي رسنۍ وایي یو شمېر سرتېري چې باید په دوره يي توګه په افغانستان کې ماموریت ترسره کړي خپلو سیمو او پوځي اډو ته ستانه شوي دي. په تازه مورد کې د کلوریډا ایالت یوه ۳۰۰ کسیزه پوځي ډله له افغانستان ستنه شوې ده. په دې ډله کې روغتيايي کارکوونکي، پيلوټان، پوځي مشاورین، روزونکي، ساتونکي او نور افسران شامل دي. امریکایي چارواکو ددغه کسانو د ستنېدو پر مهال ویلي، دوی تمه لري چې په افغانستان کې روانه جګړه ختمه شي او ټول امریکایي ځواکونه بېرته خپلو مېنو ته ستانه شي.



































