د پاکستان د ملي امنیت شورا ویلي چې هند په داسې حال کې په جمو او کشمیر کې د تاوتریخوالي هڅه کوي چې پاکستان خپل ټول پام د افغان سولې خبرو ته اړولی دی. دې نیوز په نامه پاکستانۍ ورځپاڼې ویلي، د یادې شورا لخوا تر پرونۍ غونډې وروسته په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې هند هڅه کوي د افغان سولې خبرې ګډوډې کړي، نو په همدې موخه یې په کشمیر کې د ځواکونو ځای پر ځای کولو ته ملا تړلې ده او هلته یې پر خلکو ظلمونه پیل کړي څو د پاکستان پام له افغان سولې خپلې کورنۍ موضوع (کشمیر) ته واړوي. پاکستان دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې هندي چارواکو ویلي په زرګونو پوځیان یې کشمیر ته لېږلي څو د هندوانو پر مذهبي ځایونو د ممکنه بریدونو مخنیوی وکړي.



































