د منځنۍ او جنوبي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله الیس ویلز نن پر افغان سوله د خبرو لپاره اسلام اباد ته ځي ،څو له پاکستاني چارواکو سره د افغان سولې برخه کې پر وروستیو پرمختګونو خبرې وکړي. دا خبرې یوه پاکستاني چارواکي رسنیو ته کړې دي. د ویلز ددې سفر جزیات لا په پوره ډول په ډاګه شوي نه دي. نوموړې په داسې حال کې اسلام اباد ته سفر کوي چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي له طالب مشرانو سره اتم پړاو خبرې پیل کړې دي. خلیلزا د یادو خبرو په لومړۍ ورځ ویلي وو چې یوې ښې هوکړې ته چمتو دي او طالبان هم ښیي چې غواړې دا هوکړه وروستۍ شي.



































