د ترکمنستاني رسنیو د راپورونو له مخې ددغه هېواد لوړپوړو چارواکو ویلي چې په سیمه کې د اقتصادي او ترانیزیتي اړیکو د پراختیا لپاره د لاجوردو لارې له پراختیا سره خپل همکاري ډېروي. د ترکمنستاني چارواکو په وینا دغه پروژه به افغانستان له اروپا سره ونښلوي او ترکمنستان تیار دی چې د خپلو رېل پټلیو پر مټ له دغه لارې سره همکاري ډېره کړي. لاجوردو لار له افغانستان پیلېږي او له څو هېوادونو تر تېرېدو وروسته له ترکیې او بیا اروپا سره وصلېږي. افغان حکومت د لاجوردو لار له اروپا سره د افغانستان د اتصال تر ټولو مهمه لار بولي. ترکمنستان ویلي چې له دغه پروژې سره د همکارۍ لپاره به د نورو هېوادونو توجه هم جلب کړي.