په جوزجان کې سلګونه طالبان د حکومت ضد جګړه کوي. د جوزجان ولایت ځايي چارواکي وایي چې په دې وروستیو کې په دغه ولایت کې نا امني ډېره شوې ده او شاوخوا ۱۵۰۰ وسله وال طالبان د افغان حکومت پر وړاندې په بېلو ولسوالیو او سیمو کې جګړه کوي. په جوزجان کې د امنیتي ځواکونو د همغږۍ مرستیال محمد ظاهر ددغه ولایت د امنیتي وضعیت په اړه د راپور ورکولو یوې غونډې ته ویلي چې دوی د وسله والو پر وړاندې اړین اقدامات ترسره کړي دي او هڅه کوي دلته امنیتي وضعیت ښه کړي. دده په خبره په جوزجان کې د وسله والو طالبانو ۱۲۳ واړه او لوی ګروپونه جګړه کوي او د وسله والو شمېر یې ۱۵۰۰ کسانو ته رسېږي. په دې وروستیو کې په جوزجان کې د طالبانو او حکومت ترمنځ جګړې اوج ته رسېدلې چې له امله یې د ملکي وګړو مرګ ژوبله هم لوړه شوې ده.



































