په زابل کې پر یوه کور هاوان مرمۍ لګېدلې ده او څلور کسه یې وژلي دي. د رسنیو د راپورونو له مخې په پېښه کې یوه مېرمن او درې ماشومان وژل شوي. د زابل ولایت مقام هم پېښه تایید کړې ده او وايي چې دغه هاوان د وسله والو طالبانو له لوري توغول شوی و او د ملکي وګړو په یوه کور کې لګېدلی دی. د ولایت مقام په خبرپاڼه کې راغلي چې په پېښه کې یوه مېرمن او درې ماشومان وژل شوي او یو بل کس ټپي دی. وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.



































