کرنې وزارت وايي، تر راتلونکو شپږو میاشتو پورې به په ټول هېواد کې ۱۸۰۰سړې خونې د سبزیجاتو او تازه مېوو لپاره جوړې شي.
د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي پرون ازادي راډيو ته وویل، افغانستان اوس د تازه مېوو او سبزیجاتو د تولید په برخه کې ځان بسیاینې ته رسېدلی دی.
نوموړی وايي: «دغه سړې خونې چې د مالي کال تر راتلونکو شپږو میاشتو پورې جوړېږي، په دې سړو خونو کې به رومیان، بادرنګ او دغه شان تازه مېوې په نړیوالو معیارونو وساتل شي».
د کرنې وزارت په داسې حال کې د دې سړو خونو د جوړېدو خبره کوي، چې تر دې وړاندې افغان بزګرو اندېښنې څرګندې کړې او ویلي یې دي چې که موسمي تولیداتو د ساتنې په هدف د سړو خونو د جوړولو په برخه کې مسوول چارواکي اقدام ونه کړي، په زیاته اندازه دغه تولیدات به یې له منځه لاړ شي.