د دوحې په مذاکراتو کې د طالبانو او امریکا ترمنخ اختلافات ختم شوي او پر میکانیزم خبرې روانې دي. د دوحې مذاکراتي ټیمونو ته نږدې سرچینو ویلي د هوکړې د ژر لاسلیکېدو احتمال شته دی چې ورسره جوخت به ټول بهرني ځواکونه له افغانستان وځي. سرچینې ویلي د بهرنیو ځواکونو د وتلو او بین الافغاني مذاکراتو په اړه ټول اختلافونه ختم شوي دي او اوس د احتمالي هوکړي د پلي کېدو پر میکانیزم خبرې روانې دي. طالب سرچینو ویلي چې دغه هوکړه به په ځانګړو مراسمو کې لاسلیکېږي او په یوه هېواد کې به یې د لاسلیک لپاره مراسم جوړېږي. تر اوسه نه ده معلومه چې دغه مراسم به په کوم هېواد کې جوړېږي. بل پلو زلمي خلیلزاد ویلي چې له طالبانو سره یې په مذاکراتو کې بې ساري پرمختګ کړی دی. ده ویلي چې د نړیوالې همغږۍ د جلب لپاره هند ته ځي او پاتې مذاکرات به تخنیکي ټیمونه پر مخ وړي. نوموړی به په هند کې له هندي چارواکو سره د افغان سولې په اړه خبرې کوي.



































