افغانان تر بل هر وخت سولې ته نږدې شوي دي. د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي دده د معلوماتو له مخې افغانان تر بل هر وخت سولې ته نږدې شوې دي او تمه ده چې ډېره ژر به د سولې هوکړه لاسلیک شي. د سټولټنبرګ په وینا دمګړی په قطر کې د طالبانو او امریکا ترمنځ مهمې او ګټورې خبرې روانې دي او ډېر ژر به یې افغانان مثبتې پایلې وویني. دده په خبره افغانستان او افغانان تر بل هر وخت سولې ته نږدې شوي دي او ډېر ژر د یوې هوکړې د رامنځ ته کېدو احتمال شته دی. نوموړي ټینګار کړی چې ناټو او متحدین یې ټول په افغانستان کې د سولې د راتګ ملاتړي دي او په دې پروسه کې هر ډول همکارۍ ته تیار دي.



































