د سولې له خبرو سره هممهاله په افغانستان کې د ملکي وګړو تلفات د جدي اندېښنې وړ دي. امریکایي نشریه واشنګټن ایکزماینر په خپله یوه مقاله کې لیکي چې یوناما او د بشري حقونو ټول فعال بنسټونه د افغان جګړې له خونړي کېدو خبر ورکوي. د سرچینې په وینا داسې مهال چې طالبان او امریکا پخپلو کې د سولې لپاره مذاکرات کوي د عامو افغانانو تلفات د جدي اندېښنې وړ دي او باید په دې برخه کې اړین ګامونه اوچت شي. سرچینه کاږي دواړو لورو ته په کار ده چې تر هر څه وړاندې د عامو افغانانو د تلفاتو مخه ونیسي او تر هغه وروسته پر نورو مواردو بحثونه وکړي. په مطلب کې وړاندې راځي تېره میاشت په افغانستان کې د ملکي وګړو تلفات بې ساري وو چې د سولې له خبرو سره هممهاله د تلفاتو دومره لوړه کچه خواشینوونکې او د اندېښنې وړ ده.



































