ملګري ملتونه وایي هند او پاکستان دې د کشمیر د مسئلې پر سر له زغم کار واخلي. د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن ډوجیرک ویلي په وروستیو کې د کشمیر په اړه د پاکستان او هند تحرکات ډېر شوي نو ښه به وي چې دواړه لوري له زغم کار واخلي. دده په وینا ملګري ملتونه ټول وضعیت له نږدې څاري او د اړتیا په صورت کې په دې مسئله کې مستقیمه مداخله کوي. د هند حکومت د اساسي قانون هغه ماده حذف کړه چې جمو او کشمیر ته یې ځانګړي واکونه ورکړي وو. دې مسئلې په پاکستان کې غبرګونونه وپارول او له همدې امله یې کشمیر ته پوځيان واستول. هند هم له پاکستان سره پولې ته څېرمه زرګونه عسکر ځای پر ځای کړي دي. کشمیر د هند او پاکستان ترمنځ نیم شو خو دواړه هېوادونه یې د بشپړ ملکیت دعوه لري. دا یوه مسلمان مېشته او ښکلې سیمه ده چې هند او پاکستان یې پر سر دوه ځله جګړه هم کړې ده.



































