په کابل کې د پاکستان سفیر وایي، د افغان سولې پروسې په اړه خوشبین دی او زیاتوي امکان شته دی چې د اګسټ میاشتې تر ۱۳مې نیټې پورې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون لاسلیک شي. زاهد نصرالله خان ویلي، د افغانستان د روانې جګړې د حل او له افغان حکومت سره د خبرو اترو مېز ته د طالبانو د کېنولو په برخه کې دوی هڅه کړې ده او پر دې هڅو یې په وار وار افغان حکومت هم خبر کړی دی. هغه دغه راز منلې چې د طالبانو د قطر پر دفتر محدود اغېز لري خو زیاتوي چې په افغانستان کې د راتلونکي حکومت جوړیدل، په افغان ټولنه او حکومت کې د طالبانو ورګډیدل او دغه راز ټولې پرېکړې به په خپله افغانان کوي.



































