د ټاکنو خپلواک کمیسیون د وسله والو طالبانو تر تازه خبرداري وروسته ویلي چې د ډموکراټیکو پروسو د امنیت خوندي کول د حکومت مسوولیت دی او حکومت باید د نوماندانو، رایه ورکوونکو او د ټاکنو کمیسیون د اړوندو ټولو کارکوونکو امنیت خوندي کړي. د یاد کمیسیون ویاند میرزا محمد حقپرست ویلي، دوی له حکومته غوښتنه کوي چې د دې پروسې بشپړ امنیت وساتي. ټاکل شوې د ولسمشرۍ ټاکنې د راتلونکې تلې (مېزان) میاشتې په شپږمه نېټه ترسره شي. طالبانو نن د یوې اعلامیې په خپرولو سره د ټاکنو د ګډوډولو خبرداری ورکړی. په اعلامیه کې راغلي چې دا یوه امریکایي پروسه ده او له خلکو یې غوښتنه کړې چې په دې تړاو غونډو کې دې ګډون نه کوي.



































