له ارګه رسنیو ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون د وړمې ورځې په غونډه کې ۱۲ تدارکاتي مورده و ارزول چې په پایله کې یې کمېسیون د ۲۹۱ میلیونو افغانیو په ارزښت ۱۱ مورده منظور کړل.
په خبرپاڼه کې راغلي، وروسته د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ او بهرنیو چارو وزارتونو د کونسلي خدمتونو لپاره د اسان خدمت ادارې د طرحې په اړه، د لارښوونې وړاندیز ملي تدارکاتو کمېسیون ته وړاندې شو، چې کمېسیون منظور کړ او د اسان خدمت ادارې ته یې دنده وسپارله چې د خدمتونو په وړاندې کولو کې دې د ځنډ د مخنيوي په موخه د انتقال مرحله په پام کې ونیول شي او هڅه دې وشي چې د اسنادو د تايیدۍ په پروسه کې اسانتیا رامنځته شي.