د هند د بهرنیو چارو وزارت چارواکو د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره کتلي دي. په دې لیدنه کې د سولې په برخه کې پر وروستیو پرمختګونو خبرې شوې دي او هند د همکارۍ ډاډ ورکړی دی. هندي چارواکو ویلي دوی تل په افغانستان کې د امنیت او سولې په راتګ کې همکاري کړې ده او اوس هم دې ته تیار دي چې خپلو همکاریو ته ادامه ورکړي. زلمي خلیلزاد هم د سولې په برخه کې د هند همکاري اړینه بللې ده او له دغه هېواد یې غوښتي چې د افغان سولې له نړیوالو ملاتړو سره یو ځای شي. زلمي خلیلزاد ویلي وو، چې د افغان سولې لپاره د نړیوال ملاتړ د پیاوړي کولو په موخه هند ته ځي. ځینې سرچینې وایي چې خلیلزاد به تر هند وروسته بېرته دوحې ته ځي، خو ځینې نورې بیا وایي چې ناروې او امریکا ته به ځي او د روانې میاشتې په وروستیو کې به دوحې ته د هوکړې د لاسلیکولو لپاره راګرځي.



































